2023-08-17

کندهار نن بیا د ځوان اقتصاد پوهانو په فراغت رنګین او ښکلی و!

نن پنج شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ نېته د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی د فراغت غونډي مراسم په فیرزو صالون کي ترسره سول چي په یادو مراسمو کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې مؤسسینو، عمومي رئيس، علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئيسانو، د کندهار پوهنتون رئيس، اداري کارمندانو، استادانو، د ټولني روحانینو، علماء کرامو، د دولتي او خصوصي ادارو مسؤلینو او د فارغانو والدینو ګډون کړی و.

غونډه د کلام الله په مبارک ایاتو پيل سول ورپسې د پيل او ښه راغلاست وینا مؤسس ډاکټر فاروق نعیمي وکړل او ټولو ګډونوالو ته يې د ښه راغلاست تر څنګ وویل چي ستاسو هغه امانت چي کلونه مخکي مو موږ ته سپارلی و نن يې دا دی ستاسو په مخکي په عالي تحصيلاتو سمبال تاسو ته سپارو او د دې ډولني د درد دوا کولو سبب به جوړیږي.

وروسته علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور د مؤسسې پر ستراتيژيک پلان، لرلید، رسالت او هدف رڼا واچول او همدارنګه يې د یادي پوهنځی د محصلینو د عملي زده کړو پر اقتصادي مشورتي مرکز خبري وکړې چي د محصلینو لپاره ترتیب به ډير ژر ترتیب سي.

د اقتصاد پوهنځی رئیس ښاغلي عبدالحميد عیان د محصلینو پر تحصیلي بریاو رڼا واچول او تر څنګ يې یادو فارغانو او کورنۍ ته د دې ویاړ مبارکي وویل.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئيس مولوي محمد اکرم شاه ارغستاني لومړی یادو ځوانانو ته مبارکي وویل او تر څنګ يې د هیواد د بقاء او پرمختګ په برخه کي دا یوه لویه لاسته راوړنه وبلل او تر څنګ يې د نورو ځوانانو څخه هم وغوښتل تر څو لوړي زده کړي وکړي

او د هیواد د پرمختګ سبب جوړ سي.

د والدینو په استازولي یو تن حاجي صاحب خبري وکړې او تر څنګ يې د لوی کندهار لپاره یاد ځوانان يو ښه لاسته راوړنه وګڼل. حاجي صاحپ په خپلو خبرو کي د میرویس نیکه تعليمي او تحصيلي ګروپ څخه ځانګړې مننه وکړل چي د تحصیل په ګڼه سمبال ځوانان ټولني ته وړاندي کيږي.

د محصلینو په استازولۍ ښاغلي منیر احمد چي د خپل تحصيلي مزل پر لوړو ژورو، خاطرو او زده کړو يې رڼا واچول، د استادانو څخه یې د زړه د تله مننه وکړل چي زحمت یې ورسره کښلی دی او د دولت څخه يې د یادو فارغانو پر کار ګمارلو هیله وکړل.

په غونډه کي ممتاز محصلینو او د غونډو تنظیم کوونکو ته د ادارې لخوا ترتیب سوي ستاینلیکونه ورکول سول. د ترانې برخه واندي سول، د پوهي پر ارزښت تمثيلي پارچه وړاندي سول، د فراغت په ویاړ ترتیب سوی کیک پرې کړل سو او وروسته فارغانو ته د ابجد په حساب ترتیب سوي تصديق پاڼي ورکول سوې، ګروپي عکس واخیستل سو او پروګرام د دعاء په کولو سره پای ته ورسېدی.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د فراغت مراسم ترسره سوي وه او زیات شمېر مسلکي حقوق پوهان او ډيپلوماټان يې ټولني ته وړاندي کړل.

کندهار نن بیا د ځوان اقتصاد پوهانو په فراغت رنګین او ښکلی و!



نور اړوند خبرونه
2024-Oct-22