2023-08-17

ځوان ډيپلوماټان او حقوق پوهان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په دو څانګو کي په اداره-ډيپلوماسي څانګه او قضاء-څارنوالي څانګه کي ۱۵۱ تنه ځوانان فارغ کړل.

د یادو فارغانو د فراغت په ویاړ نن پنج شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲مه نېټه ځانګړي مراسم ترتیب سوي وه چي پکښي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس، عمومي رئيس، علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئيسانو، د څانګو آمرینو، استادانو، اداري کارمندانو، د ټولني علماء کرامو، د دولتي او خصوصي ادارو استازو، د فارغانو والدینو او خپله فارغانو ګډون کړی و.

غونډه د کلام الله په مبارک ایاتو پيل سول ورپسې د پيل او ښه راغلاست وینا مؤسس ډاکټر فاروق نعیمي وکړل او ټولو ګډونوالو ته يې د ښه راغلاست تر څنګ وویل چي ستاسو هغه امانت چي کلونه مخکي مو موږ ته سپارلی و نن يې دا دی ستاسو په مخکي په عالي تحصيلاتو سمبال تاسو ته سپارو او د دې ډولني د درد دوا کولو سبب به جوړیږي.

وروسته علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور د مؤسسې پر ستراتيژيک پلان، لرلید، رسالت او هدف رڼا واچول او همدارنګه يې د یادي پوهنځی د محصلینو د عملي زده کړو پر حقوقي کلینک او سياسي علومو کلب خبري وکړې چي د محصلینو لپاره ترتیب سوي دي.

ورپسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئیس ښاغلي فرهاد داوري په خپلو خبرو کي ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چي یادو فارغانو په مسلکي ډول روزنه ترلاسه کړې ده او په پوره توګه کولای سي چي په ډيپلوماټيکو او حقوقي برخو کي ستونزي حل کړي، ښاغلي داوري د دولت څخه غوښتنه وکړل چي د دې ځوان با انرژي قوې څخه استفاده وکړي او د کار کولو موقع ورکړي.

همدرانګه د تکړه لیکوال استاد ډاکټر نثار صمد واصفي لومړی یادو فارغانو ته تبريکي وویل او تر څنګ يې په اوسني وخت کي د علم ترلاسه کول د ټولو لپاره اړین وګڼل

ښاغلي واصفي وویل چي ټولنه په داسي مسلکي ځوانانو پرمختګ کولای سي باید ورته موقع برابر سي.

د فارغانو په استازولي ښاغلي محمد اغا افغان او ښاغلي احمدشاه سعيدي ویناوي وکړې او د خپل څلور کلن تحصيلي جریان پر خاطراتو يې خبري وکړې د ادارې څخه يې مننه وکړل چي دوی يې نن ټولني ته د یو ځوان ډيپلوماټ او حقوق پوه په حیث معرفي کړل.ورپسې په مراسمو کي د پوهي کيلي د استادانو لخوا فارغانو ته ورکول سول او پر ګډونوالو د پوهي پيغام لرونکي ګلان وویشل سول.

په غونډه کي ممتاز محصلینو او د غونډو تنظیم کوونکو ته د ادارې لخوا ترتیب سوي ستاینلیکونه ورکول سول. د بیرغ سپارلو او ترانې برخه واندي سول، د پوهي پر ارزښت تمثيلي پارچه وړاندي سول، د فراغت په ویاړ ترتیب سوی کیک پرې کړل سو او وروسته فارغانو ته د ابجد په حساب ترتیب سوي تصديق پاڼي ورکول سوې، ګروپي عکس واخیستل سو او پروګرام د دعاء په کولو سره پای ته ورسېدی.

ځوان ډيپلوماټان او حقوق پوهان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول



نور اړوند خبرونه
2024-Oct-22