1970-01-01

د نوي تعمیر د ترمیم چاري پر بشپړېدو دي

نن چهار شنبه د حوت میاشتي پر ۱۳ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي دوکتور بهرالله صافي د مؤسسې د نوي تعمیر د چارو څخه لیدنه وکړل.

یاده لیدنه پر داسي مهال ترسره سول، چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نوي تعمیر چاري د ترمیم په حالت کي جریان درلود.

ښاغلي دوکتور صافي وویل چي یاد نوی تعمیر به ډیر ژر د حضوري زده کړو د شروع کېدو سره سم په فعالیت پیل وکړي، تر څو محصلین په ښه توګه ورڅخه استفاده وکړي.

د یادوني وړ ده، چي یاد تعمیر د محصلینو لپاره درسي ټولګي، مجهز حقوقي کلنیک، د غونډو حال او د هر ډول درسي امکاناتو اسانتیاوي لري.

د نوي تعمیر د ترمیم چاري پر بشپړېدو دي



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21