2021-04-07

د رهبري شورا د عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي په مشري ترسره سول

نن چهارشنبه د وري میاشتي پر اتلسمه نېټه رهبري شورا د عمومي رئیس دوکتور صافي په مشري ترسره سول؛ چي پکښي د مؤسسينو څخه ډاکټر نقیب الله افغان، مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي بریالی، د پوهنځیو رئیسانو او د عامه اړیکو آمر ښاغلي تکین ګډون کړی وو. په پیل کښي ښاغلي دوکتور صافي د تیري رهبري شورا مهمو مسایلو ته کتنه وکړل او ورپسې د اجنډا پر موادو خبري وسوې. ښاغلي دوکتور صافي وویل د سمیسټر اخیرنۍ ازموینو بهیر روان دی او د هري پوهنځی مسؤلین دغه بهیر د نژدې وڅاري او د ازموینو پالیسي په پام کي ونیول سي. په رهبري شورا کي د راتلوونکي کانکور د ازمویني په اړه تصامیم ونیول سول، چي د حمل میاشتي پر دوه ویشتمه نېټه اخيستل کیږي. په غونډه کي ځیني پریکړي وسوې چي عملي سي او همدارنګه ګډونوالو هم خپل نظرونه او وړانديزونه تبادله کړل. د یادوني ده، چي رهبري شورا د پوهنتون په کچه د یو لړ مهمو تصمیمونو په موخه دايریږي.

د رهبري شورا د عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي په مشري ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04