2021-04-11

د شلمي دورې په کانکور ازموینه کي (٣٧٠) تنه ځوانانو ګډون کړی وو!

نن یکشنبه د وري میاشتي پر دوه ویشتمه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې دشلمي دورې په کانکور ازموینه کي درې سوه اویا تنه ځوانانو ګډون کړی وو؛ د کانکور په پرانسته کي عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې یې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې پر خدماتو رڼا واچول، د هغه په قول چي د عالي تحصلاتو په چوکاټ کي ټول خدمات تاسو ته محیا سوي دي. علمي مرستیال ډاکټر نور وویل زموږ د کانکور ازموینه به په بشپړ شفافیت سره واخستل سي او محصلان به د ازمویني ټولو اصولو ته پابندي کوي. د مقدماتي برخي څخه وروسته ټولو ځوانانو ته د سوالونو کتابچې او جواب پاڼي وویشل سوې او د مالي اداري مرستیال ښاغلي ریحان لخوا جواب پاڼه ورته تشریح سول. ازموینه په پوره شفافیت سره واخيستل سول او پایلي به یې ډیر ژر اعلان کړل سي. د یادوني وړ ده چي متفرقه کانکور ازموینه به د ثور میاشتي پر نهمه نېټه پنج شنبه واخستل سي.

د شلمي دورې په کانکور ازموینه کي (٣٧٠) تنه ځوانانو ګډون کړی وو!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04