2021-04-14

په اونیزه جلسه کي د دفترونو اونیز راپورونه شریک سول

نن دوشنبه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي په مشري اونیزه جلسه ترسره سول؛ چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور، مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي سمسور، د پوهنځیو استازو او اداري مسؤلینو ګډون کړی وو. په پیل کي د ټولو ادارو د تیري اونۍ د کړونو راپورونه وړاندي سول او ورپسې د رواني اونۍ پلانونو ته کتنه وسول. ښاغلي دوکتور صافي د رواني اونۍ لپاره د ځینو کارونو یادونه وکړل چي باید ترسره سي. په جلسه کي ګډون کوونکو هم خپل وړاندیزونه واورول. د یادوني وړ ده چي په پام کي وه اونیز جلسه پرون یکشنبه ترسره سي؛ خو د شلمي دورې د کانکور ازمویني له کبله نن ترسره سول.

په اونیزه جلسه کي د دفترونو اونیز راپورونه شریک سول



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04