1970-01-01

د محصلينو د استازو سره غونډه ترسره سول

نن چهارشنبه د حوت میاشتي پر ۱۳ نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د محصلينو د استازو سره غونډه ترسره سول، چي پکښي عمومي رئیس ښاغلي دوکتور بهرالله صافي، د محصلانو چارو مرستیال بريالي سمسور، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئيس ذبيح الله زاهد او د یادي پوهنځى د صنفونو نمایندګانو ګډون ګړی وو.

د غونډي په پیل کي دوکتور بهرالله صافي ټولو استازو ته ښه راغلاست ووايه او همدارنګه د حضوري زده کړو د پيل په اړه ٸې خپل پلان ورسره شریک کړ، تر څو محصلینو ته په ډېر ښه ډول تدریس سوی وي.

د غونډي په وروستۍ برخه کي د ټولو صنفونو نمایندګانو په نوبت سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

عمومي رئیس دوکتور صافي ټولو نمایندګانو ته ډاډ ورکړ، چي وړاندیزونو ته به یې پر وخت رسیدګي وسي او تر ډېره حده به دوى شاهدان و اوسي، چي ستونزو ته به يې په وخت رسيدګي وکړل سي.

د یادوني وړ ده، چي عمومي رئيس وخت نا وخت د محصلينو سره مخامخ خپله غونډه کوي، تر څو ستونزو ته پر وخت د حل لارو لټول وکړل سي.

د محصلينو د استازو سره غونډه ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21