2021-04-17

د اداري معاونیت میاشتنۍ غونډه ترسره سول

نن شنبه د وري یا حمل میاشتي پر اته ویشتمه نېټه د عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي په مشري ترسره سول، چي پکښي مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان، علمي مرستیال ډاکټر نور، د محصلانو مرستیال ښاغلي سمسور، د پوهنځیو رئیسانو او اداري مسؤلینو ګډون درلود دی. په پیل کي مالي او اداري معاون ښاغلي ریحان د خپل معاونیت په چوکاټ کي پر وروستیو تغیراتو او اصلاحاتو رڼا واچول او ورپسې پر ځینو پالیسو خبري وسوې. عمومي رئیس دوکتور صافي په مالي او اداري معاونیت کي وروستۍ کړني وستایلې او هیله یې وښودل چي نور هم کار ورته وسي. د جلسې ګډون والو هم د اړتیا سره سم پر خاصو موضوعاتو خبري وکړې. د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستیو کي د علمي شورا تر څنګ د مالي او اداري معاونیت جلسه نیول کیږي.

د اداري معاونیت میاشتنۍ غونډه ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04