2021-04-19

په اونیزه غونډه کي د دفترونو اونیز راپورونه شریک سول

نن یکشنبه د حمل میاشتي پر ۲۹ نېټه د عمومي رئیس ښاغلي دوکتور صافي په مشري اونیزه غونډه ترسره سول؛ چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، مالي او اداري مرستیال ښاغلی ریحان، محصلانو چارو مرستیال ښاغلي سمسور، د پوهنځیو رئیسانو او اداري مسؤلینو ګډون کړی وو. په پیل کي د ټولو ادارو د تیري اونۍ د کړونو راپورونه وړاندي سول او ورپسې د رواني اونۍ پلانونو ته کتنه وسول. ښاغلي صافي وویل تر ډیره چاري ښه رواني دي خو لا به هم دا برخه تقویه کوو چی نور هم کارونه چټک او ښه سي. د غونډي په ورستیو کي ګډون کوونکو هم خپل وړاندیزونه شریک کړل. د یادوني وړ ده چي په اونیزه غونډه کي د اداراتو د تیري اونۍ د ترسره سوو فعالیتونو پر راپور بحثونه کیږي.

په اونیزه غونډه کي د دفترونو اونیز راپورونه شریک سول



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-04