2021-04-20

د اونیز کار او د کارکوونکو د ژمنتیا تر عنوان لاندي غونډه ترسره سول

یاده غونډه نن سه شنبه د وري میاشتي پر یودېرشمه نېټه د عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي په مشري ترسره سول، چي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې ټول کاري ټیم ګډون پکښي کړی وو. په پرانسته کي عمومي رئیس دوکتور صافي د ټولو اداري مسؤلینو او مامورینو هڅي وستایلې او په تحصیلي ډګر کي یې د دوی کارکردګي د قدر وړ وبلل. په غونډه کي عمومي رئیس دوکتور صافي وویل ټولنه مو ډېر کار ته اړتیا لري او په دغه برخه کي موږ فرد فرد د ډېر کار کولو مسؤلیت لرو. اداري مسؤلینو او کارکوونکو د رهبري سره تعهد وکړ، چي پوره یوه اونۍ به ټوله ورځ کار کوي او دا ژمنه به په عمل کي ثابتوي. دوکتور صافي کارکوونکو ته د منني تر څنګ په چارو کي د بریالیتوب هیله وښودل. د یادوني وړ ده، چي د رمضان المبارک د پیل سره سم رسمیات نیمه ورځ وه.

د اونیز کار او د کارکوونکو د ژمنتیا تر عنوان لاندي غونډه ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25