2023-08-27

د ۲۵ دور کانکور متفرقه ازموينه واخيستل سول

نن جمعه مبارکه د سنبلې میاشتي پر ۱۴۰۲/۶/۳نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په عمومي تالار کي د کندهار پوهنتون څخه د راغلي هیئت په حضور کي له لسګونو هغو کاندید محصلانو څخه د کانکور متفرقه ازموینه واخیستل سول چي د اقتصاد، طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو لپاره یې نوم لیکنه کړې وه.

د ازمویني مراسم د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو پیل سول ورپسې علمي مرستیال ‌ډاکټر نور خالق نور د پيل او ښه راغلاست وینا وکړل او تر څنګ يې ګډونوالو ته د ازمویني د پوره شفافیت ډاډ ورکړ.

وروسته د کندهار پوهنتون په استازولي پوهنیار استاد عبدالله زیارمل په خپلو خبرو کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د خدماتو ستاینه وکړل او تر څنګ ځوانان د لوړو زده کولو کولو ته و هڅول تر څو د هیواد د ابادۍ سبب جوړ سي.

د مقدماتي برخي څخه وروسته ټولو ځوانانو ته د سوالونو کتابچې او جواب پاڼي وویشل سوې. ازموینه په پوره شفافیت سره واخيستل سول چي پایلي به یې ډیر ژر اعلان کړل سي.

د ۲۵ دور کانکور متفرقه ازموينه واخيستل سول



نور اړوند خبرونه
2024-May-28